نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دغه بندیان چې په بیلابیلو نشیې توکو روږدي وه نن ځل بیا د یوې غونډي په ترڅ کې په داسي حال کې خوشي سول چې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلینو او ژورنالیستانو ګډون درلود. د بندیانو د خوشي کولو پر مهال د هلمند محبس مرستیال ملا عبدالسلام رحماني وویل چې یاد سل تنه […]
دغه بندیان چې په بیلابیلو نشیې توکو روږدي وه نن ځل بیا د یوې غونډي په ترڅ کې په داسي حال کې خوشي سول چې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلینو او ژورنالیستانو ګډون درلود.
د بندیانو د خوشي کولو پر مهال د هلمند محبس مرستیال ملا عبدالسلام رحماني وویل چې یاد سل تنه په نشیې توکو روږدي کسان یې تر درملني وروسته د کورنیو څخه د پوره تضمین اخیستلو وروسته خوشي کړل.
ښاغلي رحماني په نشیې توکو روږدو کسانو څخه وغوښتل چې نور د دې ناوړه او کرغېړنو توکو د اسعتمال څخه لاس واخلي او د خپلو کورنیو او بچیانو سره په ارامه فضا کې د خوښۍ ژوند تیر کړئ.
خوشي سویو بندیانو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده د اسلامي امارت او د هلمند د ولایتي ادارې له مسولینو یې د منني تر څنګ زیاته کړه چې هیڅ وخت به نور نشیې توکي استعمال نه کړي او نه به هم هیڅ وخت د قانون خلاف کړني ترسره کړي.
د دوی په خبره چې هغه کسان چې په دې ناوړو نشو روږدي دي د هغوی مخنیوی به کوي او هغوی ته به د ښه او آرام ژوند کولو لاري چاري ورښیي.
د یادوني وړ ده چې دا لومړۍ ځل ندی چې دهلمند له مرکزي زندان څخه په نشیې روږدي کسان خوشي کیږي بلکي تر دې وړاندي هم په نشو اخته سلګونه کسان تر درملني وروسته خوشي سوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.