نن ورځ دوشنبه ګرشک،نهرسراج او باباجي کې ترافیکي پېښو مرګ ژوبله واړوله

  دباخترخبري اژانس د خبر له مخي نن غرمه دباباجي ولسوالۍ دلوی مانده په سیمه کي د یو عراده رینجر موټر د اووښتو له امله یو تن شهید سو، ۲ تنه زخمیان سول. چي زخمیان دمجاهدینو له خوا و روغتون ته انتقال سوه. همدارنګه نن ماپښین دنهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کي یو عراده فلډرموټر دموټران […]

 

دباخترخبري اژانس د خبر له مخي نن غرمه دباباجي ولسوالۍ دلوی مانده په سیمه کي د یو عراده رینجر موټر د اووښتو له امله یو تن شهید سو، ۲ تنه زخمیان سول. چي زخمیان دمجاهدینو له خوا و روغتون ته انتقال سوه.

همدارنګه نن ماپښین دنهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتو کي یو عراده فلډرموټر دموټران دناسم چلند له امله واوښتی خو له نېکه مرغه چاته پکي زیان ندي رسیدلی.
په یوه بله جلا پیښه کي نن مازدیګر دګرشک ولسوالۍ بازار ته څیرمه دحاجي سردار دپمپ په سیمه کندهار ته پر غځېدلي سړک یوه عراد لوکسل موټر د بل ویټز موټر سره ټکر وکړ.
چې په پایله کي درې نفره د لوکسل او پنځه تنه د ویټز موټر له زخمیان سول چي دمجاهدینو له خوا دګرشک ولسوالۍ روغتون اوایمرجنسی ته انتقال سول.
دزخمیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
البته د ۲ تنو یو لاس او یوه پښه مات سوي چي دلازمي تداوۍ لپاره دلښکرګاه ایمرجنسی روغتون ته انتقال سول.

موضوع دګرشک دترافیکو امریت تربرسۍ لاندي ده.

نېټه: ۱۴۴۳/۶/۲۸ هــ ق