نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳ تېرو ۲۴ساعتونو کې تورخم کډوالو کمپ څخه ۶۷عرادې مختلف النوعه موټرو کې ۴۰۳کورنۍ بېلابېلو ولايتو ته انتقال شوي، چې افرادو شمېر يې ۲۲۸۹تنه کيږي همدا ډول ۳۶پېرې د فرضي کرښې څخه عمري کمپ ته کډوال انتقال کړي.(ترانسپورټ لېږد کمېټه) صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کډوالو ته لاندې خدمات وړاندې […]
الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۳
تېرو ۲۴ساعتونو کې تورخم کډوالو کمپ څخه ۶۷عرادې مختلف النوعه موټرو کې ۴۰۳کورنۍ بېلابېلو ولايتو ته انتقال شوي، چې افرادو شمېر يې ۲۲۸۹تنه کيږي همدا ډول ۳۶پېرې د فرضي کرښې څخه عمري کمپ ته کډوال انتقال کړي.(ترانسپورټ لېږد کمېټه)
صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کډوالو ته لاندې خدمات وړاندې شوي، د حاجي بشیر فقیرزاده او شعیب بابکرخېل د سوداګرۍ خونې مدیره هئیت ۵۰۰خېمو، ۵۰ عدده زرلېتره اوبو ټانکۍ او ۲۲تشنابونه جوړ کړي. سردار ولي الکوزي او حبیب ګلزار شرکت ۸۵۰کورنيو ته خوراکي مواد ورکړل شو.
سادات حسن زي، اميد بهار او ملي سوداګرو له لوري ۳۰۰۰ کډوالو ته خوراکي مواد ورکړل شو. اميد بهار شرکت شل زره دالرو په ارزښت شېدې، جوس او خوراکي مواد توزیع کړ.
کسبګرو او هټېوالو ۱۵زره وچه ډوډۍ او ۱۰۷۰کارتنه کیک، جوس او اوبه توزیع کړې.
پوهنې ریاست زیات شمېر کډوالو ته کتابچې او قرطاسیه توزیع کړې.
د تورخم په عمري کمپ کې د۴۰ عرادې امبولانسونه چې لس په کې د الموسات ، ۱۲بابه کلینکونه او ۷سیار صحي ټیمونه دکډوالو په خدمت بوخت دي.
اطلاعاتو او عامه پوهاوي په برخه کې نن ۳۰داخلي او خارجي رسنيو خبریالان کمپ ته راغلې چې ورسره په کامله معنی هماهنګي وشوه، همدا ډول ۳۲۰تنه ورک شوي ماشومان ورک شوي ول چې کورنيو ته وسپارل شو.
تورخم فرضي کرښې ته څيرمه بيرته راستنيدونکو کډوالو ته ميشت پنډ غالي کې د مخابراتي شرکتو له لورې په وړيا توګه د سيمکارتونو ثبت او راجستريشن پروسه جريان لری نن ورځ تر دې مهاله ۳۲۵۴ سيمکارتونه توزيع شوی دی.
مجموعه ۱۹۸۴۳ ته رسیږي چې وړیا ورکړل شوي. ۸۵۰۰کورنيو ته مالي چارو تنظیم کمېټې لس زره روپۍ ورکړي
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.