نن مازدیګر د هرات او کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله ۴ تنه زخمیان سوي.

  دغه پېښه نن مازدیګر ۵ بجې دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د رود او سید تاجدار آغا د زیارت ترمنځ د دوو لوکسل ماډل موټرانو د ټکر له امله رامنځته سوې. د عیني شاهدانو په وینا: دواړه موټران مخ په مخ ټکر سوي چي ددغه ټکر سوو موټرانو له جملې یې […]

 

دغه پېښه نن مازدیګر ۵ بجې دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د رود او سید تاجدار آغا د زیارت ترمنځ د دوو لوکسل ماډل موټرانو د ټکر له امله رامنځته سوې.
د عیني شاهدانو په وینا: دواړه موټران مخ په مخ ټکر سوي چي ددغه ټکر سوو موټرانو له جملې یې یو موټر د تیز سرعت له امله په ولاړ ټیلر کي موښتی چي په نتیجه کي یې ۴ تنه زخمیان سوي چي د درملني په موخه ایمرجنسي روغتون ته انتقال سوي دي.

د روغتون د ډاکټرانو په خبره د یاد زخمیانو روغتایي حالت د اندېښنې وړ نه دي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۴ هــ ق