نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ولایت مقام کي دهمږغۍ نظامي غونډه جوړه سوه: په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخندصاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب،دامنیه قوماندانۍ مرستیال محترم الحاج ملااغاولي اخندصاحب او د قوماندانۍ او استخباراتو د ټولو حوزو مسئولینو ګډون کړی وو. په غونډه کي […]
ولایت مقام کي دهمږغۍ نظامي غونډه جوړه سوه:
په غونډه کي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخندصاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب،دامنیه قوماندانۍ مرستیال محترم الحاج ملااغاولي اخندصاحب او د قوماندانۍ او استخباراتو د ټولو حوزو مسئولینو ګډون کړی وو.
په غونډه کي د لښکرګاه ښار د ټولو حوزو دپاره د صفوفو د تصفیې کمېسونونه جوړ او مسئولین ورته وټاکل سوه. یادو کمېسونونو ته دنده وسپارل سوه تر څو په خپلو حوزو کي منفور. اشخاص تشخیص او بیا یې په اړه د اصولو او مقرراتو سره سم اجرائات ترسره کړي. هلمند والي غونډي ته په خپلو خبرو کي وویل چي اسلامي امارت یو پاک او سپېڅلی صف دی.او دالله ددین دپاره یې بې ساري قربانۍ ورکړي دي. نو مسئولین باید وخپلو صفوفو ته ډېره زیاته توجوه وکړي او د صف سپېڅلتیا په جدي ډول وساتي. نوموړي مسئولین او مجاهدین تقوا،دیانت او اخلاص ته راوبلل او په دې اړه یې اغېزناکه خبري وکړې.
هغه په ځانګړي ډول مجاهدینو ته د ولسی خلګو سره د ښه او نرم چلند په اړه توصیه وکړه.او زیاته یې کړه چي دا مجاهد ولس ډېر زورېدلی او کړېدلی دی.باید موږ یې پر سرباندي د رحم او شفقت لاس تېر کړو او د امکان ترحده یې خدمت وکړو.هغه په دې اړه مسئولینو ته لازمي سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۸ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.