نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د « Serve Afghanistan» موسسې د کندهار کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکاري د کندهار ډنډ ولسوالۍ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقسیم تسنیم هم حضور درلود. د کندهار […]
د « Serve Afghanistan» موسسې د کندهار کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همکاري د کندهار ډنډ ولسوالۍ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه، چي پرمهال یې د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقسیم تسنیم هم حضور درلود.
د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقسیم تسنیم وايي، د ډنډ ولسوالۍ ددې اړمنو کورنیو سروې څه موده وړاندي سوې وه، چي د « Serve Afghanistan» موسسې له لوري ورسره نن دوشنبه د ۱۱ قلمه خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسوه، چي په خبره یې په یاده مرسته کي، اوړه، وریجي، سره لوبیا، غوړي، مالګه، صابون، توسان او نور شامل وه.
مولوي محمدقسیم تسنیم په خپلو خبرو کي د « Serve Afghanistan» موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ډنډ ولسوالۍ له اړمنو کورنیو سره یې مرسته وکړه او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو په خپلو مرستو کي نور هم زیاتوالی راولي.
دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.