نن دارزګان ولایت په مقام کی دارزګان والی محترم حاجی ملامحمدخان دعوت دیوشمیردینی علماء کرامو سره وکتل.

  حاجی دعوت صاحب ټولوعلماء کرامو ته ښه راغلاست وویل، ورسته ئې ټولوعلماء کراموته وینا وکړه، هغه په خپلو خبروکي علماء دانبیاء ع وارثین یاد کړه. او دامیرالمؤمینین فرامین ئې ورته بیان کړه، حاجی دعوت علماءکراموته په خطاب کي وویل چي اوس افغانانوته یوفرصت په لاس ورغلي باید له دی فرصت څخه استفاده وکړي ځکه […]

 

حاجی دعوت صاحب ټولوعلماء کرامو ته ښه راغلاست وویل، ورسته ئې ټولوعلماء کراموته وینا وکړه، هغه په خپلو خبروکي علماء دانبیاء ع وارثین یاد کړه.
او دامیرالمؤمینین فرامین ئې ورته بیان کړه، حاجی دعوت علماءکراموته په خطاب کي وویل چي اوس افغانانوته یوفرصت په لاس ورغلي باید له دی فرصت څخه استفاده وکړي ځکه چي افغانستان الحمدلله دغربی اشغال څخه خپله ازادۍ ترلاسه کړه نو موږ اوتاسی اوس هریو په خپله برخه کي مسؤلیت لرو چي ددی نظام ساتنه وکړو تاسی علماء باید دممبردلارې خلکوته عامه پوهاوي ورکړي او تاسی باید موږته سالمی مشوری راکړي چی ددی نظام دبقاء اوپایښت لپاره وی.
په غونډه کي د څلورمی پلی لیوا مسؤل حبیب صاحب هم حاضر وو،
غونډي ته دارزګان مرکزترینکوټ او ولسوالیو علماء کرام رابلل سوی وه.
په یاده غونډه کی علماءکرامو پرلاندي موضوعاتوخبری وکړی، دزکات عشر مسائل همدارنګه دنظام دجوړولو اودعلمی سلسلې دپرمختګ اوقضای محکمې امنیت او داسی نور.
وروست هرعالم پرخپل نوبت ومحترم والی صاحب ته خپلو تجریبو اونیکې مشورو په اړه وینا وکړه.
والی صاحب د دوی دراتګ او نیکومشورو څخه مننه وکړه او دوي ته ئې دهرډول همکارې اطمینان ورکړي او دداسي غونډو پردوام ئې ټنګار وکړی.
ټول علماءکرامو هم دخپل طرف څخه ډاډ ورکړی چی موږ به په هرکارکی همکاری کوو.
غونډه د دعاء په ویلوسره پای ته ورسیده.
نیټه:۱۴۴۳/۶/۱۴ ه ق