نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې فواید عامې ریاست مخې ته غځېدلی او میا اسلم پلازې شاته سړکونه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ۲ کیلو مټر سړک، پیاده روو، ویالې او ګلدان درلودونکی دی، د قیر ریزې چارې د یو قراردادي شرکت “روښانه سهار” له لوري د یو […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحیې فواید عامې ریاست مخې ته غځېدلی او میا اسلم پلازې شاته سړکونه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ۲ کیلو مټر سړک، پیاده روو، ویالې او ګلدان درلودونکی دی، د قیر ریزې چارې د یو قراردادي شرکت “روښانه سهار” له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پېل شوې. غونډې ته وینا کې د جلال اباد ښاروال وویل، چې موږ هوډ کړی، چې د ښار په ټولو ناحیو کې متوازن انکشاف رامنځته کړو، ترڅو هغه برخه چې په تېرو څو کالونو کې ورته کار نه دی شوی، هغلته د ابادۍ او پرمختګ پروژې پلي کړو.
په ورته مهال د تخنیکې او سکتوري چارو رئیس وویل، چې په دغه سړک باندي ۲۱،۶ میلونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کېږي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې دغه پروژه کې دوه سړکونه قیر کول شامل دي، یو د فواید عامې ریاست مخې سړک دی، بل میا اسلم پلازې شاته یوه کوڅه ده چې اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وتلې.
یاد سړکونو جوړیدو سره به سلګونه د سیمې اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه برابره شې او چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.