نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د پيټلو او مرکې خېلو کانال په یو لړ مراسمو کې د پټی په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) د دولس میلونه افغانیو په مالي لګښت او د […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د پيټلو او مرکې خېلو کانال په یو لړ مراسمو کې د پټی په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دغه پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) د دولس میلونه افغانیو په مالي لګښت او د اسلامیک ریلیف مٶسسې په تخنیکي همکارۍ د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې؛ چې په پیټلو کې ۴،۵ کیلو متره کانال پاک کاري ۲۹۳ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول ورغول شو، د کانال په مسیر کې درې دروازې جوړې شوې او ۹۴۵ کاریګرو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه. دغه راز د مرکې خېلو سیمه کې ۸ کیلو متره کانال د پاک کاری چارو ترڅنګ ۳۵۴ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول رغول شوی، چې پدې پروژه کې ۹۶۷ کاریګرو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه. باید وویل شي چې د پیټلو سیمې کانال د۵۰۰۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري او د مرکې خیلو کانال بیا د ۶۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو توانایي لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.