ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د سبزيجاتو تخمونه او کرنيز وسايل وويشل شول

د ننګرهار ولايت کرنې رئيس مولوي عبدالستار په حضور کې د دويم ملي لومړيتوب برنامې له لوري ۳۰۰ بزګرانو سره د ژمنيو سبزيجاتو تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته وشوه. همدا راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو د کرنيزو خدمتونو مديرانو ته د کرنې او خوړو نړيوالې ادارې له لوري د غنمو اګرانوميکي، کورنيو باغچو کې […]

د ننګرهار ولايت کرنې رئيس مولوي عبدالستار په حضور کې د دويم ملي لومړيتوب برنامې له لوري ۳۰۰ بزګرانو سره د ژمنيو سبزيجاتو تخمونو او کرنيزو وسايلو مرسته وشوه.

همدا راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو د کرنيزو خدمتونو مديرانو ته د کرنې او خوړو نړيوالې ادارې له لوري د غنمو اګرانوميکي، کورنيو باغچو کې د ښو کرنيزو عمليو اجراء کولو، د تخم ټاکلو، سرې کارونې، هرزه بوټو، امراضو او افاتو په اړه دوه ورځنۍ روزنه پیل شوه.

۱۴۴۳/۳/۵