ننګرهار کې رینجر ویجاړ، ۱۰ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون سهار د ننګرهار ولایت مرکز کې د خارشیشم باغ سیمه کې د جاسوسي شبکې په رینجر د تکتیکي ماین په مټ چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې رینجر په بشپړ ډول ویجاړ، ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول. پرون ماسپښین د اچین ولسوالۍ اړوند پیښې درې سیمه کې چاودنې ۱ اربکی ژوبل کړ. […]

پرون سهار د ننګرهار ولایت مرکز کې د خارشیشم باغ سیمه کې د جاسوسي شبکې په رینجر د تکتیکي ماین په مټ چاودنه وشوه، چې په ترڅ کې یې رینجر په بشپړ ډول ویجاړ، ۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول.

پرون ماسپښین د اچین ولسوالۍ اړوند پیښې درې سیمه کې چاودنې ۱ اربکی ژوبل کړ.

د شپې ۱۱ بجې د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند باریکاب سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته وسله وال برید کې ۱ اربکی وژل شوی او ۲ نور ژوبل شوي دي. همداراز د یادې ولسوالۍ د فارم چهار سیمه کې یو بل وسله وال برید کې هم ۱ اربکی ژوبل شوی دی.

‏۳۰‏/۰۴‏/۲۰۲۱