ننګرهار: کانال د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د ننګرهار کانال دکرنې وزارت له مهمو برخو څخه دی، چې د ننګرهار په ولایت کې د سټروسو مېوو د ترویج په پار جوړه شوې ده، خو له جوړېدو څخه یې نږدې ۶۰ کاله وروسته د ننګرهار کانال چارواکي وایي، چې ددې کانال د مالټې بڼونو حاصلاتو په زیاتېدو دی او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د ننګرهار کانال دکرنې وزارت له مهمو برخو څخه دی، چې د ننګرهار په ولایت کې د سټروسو مېوو د ترویج په پار جوړه شوې ده، خو له جوړېدو څخه یې نږدې ۶۰ کاله وروسته د ننګرهار کانال چارواکي وایي، چې ددې کانال د مالټې بڼونو حاصلاتو په زیاتېدو دی او تمه کېږي، چې سږنۍ حاصلات یې نږدې دوه زره او سل ټنو ته ورسېږي.
د ننګرها د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د ننګرهار کال په سیمه کې د مالټو د نویو بڼونو د جوړولو په هکله وویل: «اوسمهال د ننګرهار کانال په سیمه کې ۱۲ زره جریبه د مالټې بڼونه شتون لري، چې له دې ډلې ۶۰۰ جریبه یې په حاصل راغلی دی او موږ پلان لرو چې په روان کال کې پنځه زره او ۵۰۰ جریبه د مالټو نوې بڼونه هم جوړ کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهارکانال د مالټوبڼونو څخه تېر کال نږدې دوه زره مټریک ټنه مالټې راټول شوي دي.
د ننګرهار دکانال رییس زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو مخکې د ننګرهار کانال کې د مالټې دوه زره او ۶۰۰ حریبه بڼونه شتون درلود چې وروسته بیا ۹.۵ زره جریبه د مالټې نوې بڼونه د ننګرهار کال په سیمه کې جوړ شوي دي.
په همدې حال کې د مالټو د حاصلاتو راټولولو د فصل پر مهال د ننګرهار کانال په سیمه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې د مالټې ټولولو، بازار ته یې عرضه کولو او پلورلو کې بوخت دي.
د ننګرهار کانال د چارواکو په خبره اوسمهال د ننګرهار کانال په سیمه کې څه باندې ۱۲ زره جریبه د مالتې او څه دپاسه ۸۰۰ جریبه د نارنج او لیمو بڼونه شتون لري او دا شمېره نوره هم زیاتېږي.
د سټروسو مېوې، چې په کې کینو، مالټه او نارنج شامل دي، د ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې کرل کېږي.