ننګرهار: په ۱۰ ولسوالیو کې ننداریزې قطعې جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶)د  ترکيې هېواد په مالي ملاتړ د IHH دفتر په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار د کرنې ریاست سره په همغږۍ ددې ولایت په ولسوالیو(چپرهار، ده بالا، شیرزاد، رودات، حصارک، بټی کوټ، غنې خیل، مهمندره، دره نور، کوټ) ۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز قطعو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶)د  ترکيې هېواد په مالي ملاتړ د IHH دفتر په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار د کرنې ریاست سره په همغږۍ ددې ولایت په ولسوالیو(چپرهار، ده بالا، شیرزاد، رودات، حصارک، بټی کوټ، غنې خیل، مهمندره، دره نور، کوټ) ۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز قطعو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وشوه. 

د کرنې ریاست رئيس مولوي عبدالستار محمد د یادو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیرانو او راغلو بزګرانو ته د ننداریزو قطعو پر اهمیت خبرې وکړې ویې ویل  چې د ننداریزو قطعو په جوړولو سره کروندګر کولای شي خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي، هغه زیاته کړه چې د اصلاح شوو تخمونو کرنه په قطارې شکل کولای شي ستاسو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.