ننګرهار: يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ارغچ سيمه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د درېيمې پلې لواء مسئولينو له لوري يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو. د يادې قول اردو مسئولين وايي، چې د دې ماشوم د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ارغچ سيمه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو اړوند د درېيمې پلې لواء مسئولينو له لوري يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو.
د يادې قول اردو مسئولين وايي، چې د دې ماشوم د تښتونې په تړاو يې د انسان تښتوونکو درې کسيزه ډله نيولې چې د شريعت له مخې به ور سره چلند تر سره شي.
انسان تښتوونکو د ماشو له کورنۍ څخه د درې نيم سوه ۳۵۰زره پاکستانۍ کالدارو غوښتنه کوله.