ننګرهار والي: هيچا سره انتقامي چلند نه کيږي؛ بلکې د ترحم او ورورلۍ له مخې تعامل کوو.

د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د خوږياڼو او شينوارو زون ولسوالانو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل؛ هيچا سره انتقامي چلند نه کيږي؛ بلکې د ترحم او ورولۍ له مخې تعامل کوو؛ خو د امنيت ټينګښت په موخه به د تخريب کوونکو پر وړاندې د شريعت له مخې قاطع […]

د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د خوږياڼو او شينوارو زون ولسوالانو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل؛ هيچا سره انتقامي چلند نه کيږي؛ بلکې د ترحم او ورولۍ له مخې تعامل کوو؛ خو د امنيت ټينګښت په موخه به د تخريب کوونکو پر وړاندې د شريعت له مخې قاطع اقدامات کيږي.

نوموړي د عمومي عفوې، ترحم، ولسونو سره د ښه چلند او د خلکو سرومال ساتنې په برخه کې د امير المؤمنين پیغام شريک کړ او زياته يې کړه چې ولسونو ته به د خدمت په موخه په ټولو برخو کې لازم اجرات تر سره کړي.

د ننګرهار والي همدا راز په بېلابېلو برخو کې د ولسونو ستونزې او غوښتنې واوريدې او په حل کې يې اړونده مسئولينو ته د سپارښتنو ډاډ څرګند کړ.

۵/۲/۱۴۴۳