نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د ګوشتې، حصارک، لعلپورې، پچير اګام او يو شمېر نورو ولسواليو مسئولينو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل، چې په دې ولايت کې تخريب کوونکي ځپل شوي او په بشپړ ډول د لمنځه وړلو په حال کې دي. نوموړي وويل، چې د اميرالمؤمنين د […]
د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د ګوشتې، حصارک، لعلپورې، پچير اګام او يو شمېر نورو ولسواليو مسئولينو، علماء کرامو او قومي مخورو سره په غونډه کې وويل، چې په دې ولايت کې تخريب کوونکي ځپل شوي او په بشپړ ډول د لمنځه وړلو په حال کې دي.
نوموړي وويل، چې د اميرالمؤمنين د فرمان له مخې عفوه پر انتقام مخکښه ده؛ خو څوک چې د اسلامي نظام، امنيت او ولس پر وړاندې ستونزې جوړوي پرته له ځنډه ځپل کيږي.
د ننګرهار والي د غونډې ګډونوالو ته په بېلابېلو برخو کې د ستونزو حل ډاډ ورکړ، پر مسئولينو او امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې خلکو سره ښه چلند وکړي او له ولس يې وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت او نورو چارو کې ور سره همکاري وکړي.
د يادې غونډې ګډونوالو ته د ننګرهار والي له لوري ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې او د دوی د همکارۍ او ملاتړ ستاينه يې وکړه.
۶/۳/۱۴۴۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.