ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس د ولایت مقام استازي له لوري کارکونکو ته ور وپیژندل شو. پیژند غوڼډه چې د عامې روغتیا ریاست د غوڼډو تالار کې جوړه شوې وه پکې د صنعت او تجارت رئیس اقتصاد رئیس او عامې روغتیا ریاست کارکونکو حضور درلود. د ولایت مقام […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۷) د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست لپاره نوی رئیس د ولایت مقام استازي له لوري کارکونکو ته ور وپیژندل شو. پیژند غوڼډه چې د عامې روغتیا ریاست د غوڼډو تالار کې جوړه شوې وه پکې د صنعت او تجارت رئیس اقتصاد رئیس او عامې روغتیا ریاست کارکونکو حضور درلود.
د ولایت مقام په استازولی اقتصاد رئیس مولوي امین الله نوی رئیس ډاکتر محمد رحیم قلندري د ریاست کارکونکو ته ورپیژندلو تر څنګ زیاته کړه چې تغیر او تبدیل د نظام اصل دی او له نوي رئیس یې وغوښتل ترڅو ننګرهار مېشتو ته د زړه له تله خدمت وکړي.
د صنعت او تجارت رئیس عبدالبصیر پاچا د پخواني رئیس ډاکتر امیر محمد افتاب کړنې وستایلې او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
پخواني رئیس په خپلو خبرو کې نوي رئیس ته ښه راغلاست وویل او د هرنوعه همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.