ننګرهار: شیرزادو کې د کابل ادارې ۵ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د ننګرهار ولایت، شیرزادو ولسوالۍ اړوند طوطو د کلي ۵ اوسیدونکی چې په مزدوره اداره کې یې د اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې له جګړې او مخالفته د بیزري په اعلانولو سره له مزدوري ادارې را جلا […]

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د ننګرهار ولایت، شیرزادو ولسوالۍ اړوند طوطو د کلي ۵ اوسیدونکی چې په مزدوره اداره کې یې د اربکیانو په توګه دندې ترسره کولې له جګړې او مخالفته د بیزري په اعلانولو سره له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: ولي شاه خان ولد محمد علي خان

۲: هیواد ولد غلام سخي

۳: سیف الرحمان ولد محمد نعیم

۴: اسماعیل ولد غلام سخي

۵: نصیراحمد ولد سمین

دوی ټولو په خپلو تېرو کړنو پښېماني ښوولې، او زیاتوي چې د جګړې لپار غلط او له واقعیتونو لري ذهنیت ورکړل شوی وو، چې له کبله یې دوی د خپل ملت او وطن په وړاندې ټوپک اخیستی و.

همداراز یې د مجاهدینو لخوا په ورسره شوي چلند خوښي څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه ترسره کوي.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۲۶