نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم په پنځوسمه نمره کې د مالټو نږدې سل جریبه نوي بڼونه جوړېږي. د چارواکو په خبره د هډې فارم ۵۰ مه نمره کې د سل جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې شپږ میلیونه […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې دیاد ریاست اړوند دهډې فارم په پنځوسمه نمره کې د مالټو نږدې سل جریبه نوي بڼونه جوړېږي. د چارواکو په خبره د هډې فارم ۵۰ مه نمره کې د سل جریبه مالټو بڼونو د جوړولو چارې روانې دي، چې ټولیز لګښت یې شپږ میلیونه افغانۍ ده او څه باندې ۶۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروګرام په پلي کولو سره به په دې سیمه کې شاړې ځمکې ابادې او ورسره به د سیمې زرغونتیا او ښېرازۍ ته هم زمینه برابره او ترڅنګ به یې ددې ولایت د مالټو د حاصلاتو کچه هم لوړ شي. ننګرهار د سټروسو مېوو لکه مالټې، نارنج او لیمو ونو لپاره مناسب اقلیم لري او په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې دسترسو سلګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.