ننګرهار: د مملې بڼ خړوبولو په موخه د دوو څاه ګانو د جوړونې چارې پيل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند چې يو شمېر مسئولينو يې ملتيا کوله د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې بڼ کې د يو نيم ميلیون افغانيو په مالي لګښت د دوو څاه ګانو د جوړونې پرانیسته وکړه. د دغه ولایت د کرنې رئیس مولوی عبدالستار محمد وايي چې د کرنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند چې يو شمېر مسئولينو يې ملتيا کوله د خوږياڼو ولسوالۍ په مملې بڼ کې د يو نيم ميلیون افغانيو په مالي لګښت د دوو څاه ګانو د جوړونې پرانیسته وکړه.
د دغه ولایت د کرنې رئیس مولوی عبدالستار محمد وايي چې د کرنې او اوبو لګونې وزارت په یو نيم ميليون افغانيو مالي لګښت يې د دې دوو څاه ګانو د جوړونې چارې پيل کړې چې د دوو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي وويل، چې يادې څاه ګانې د اتيا متره په ژوروالي کیندل کیږي چې د اته څلویښت سولرونو په نصبولو څخه به ترې د اړتيا پر مهال ياد بڼ خړوبيږي.
د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي دوی به د کرنې اړوند د ټولو پروژو په بيا احياء کولو کې لازمې هڅې تر سره کړي.
.
د مملې بڼ شاوخوا ۷۰۰ کاله وړاندې شاه جهان پاچال له لوري په دوه اویا جريبه ځمکه کې جوړ شوی چې د هېواد په کچه له مهمو او تاريخي بڼوڼو شمېرل کيږي.