نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار عمومي محبس پوليسو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې لخوا ځانګړی برابر شوی يونيفورم ورکړل شول. ياد مراسم، چې د ننګرهار په عمومي محبس کې ترسره شول په کې د استيناف محکمې رئيس شيخ الحديث مولوي محمد ګلاب فاروقي وويل: […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۴) نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار عمومي محبس پوليسو ته د زندانونو چارو د سمون ادارې لخوا ځانګړی برابر شوی يونيفورم ورکړل شول.
ياد مراسم، چې د ننګرهار په عمومي محبس کې ترسره شول په کې د استيناف محکمې رئيس شيخ الحديث مولوي محمد ګلاب فاروقي وويل: د خوښۍ ځای دی، چې نن موږ خپل د محبس مجاهدين د پوليسو په خاصو جامو کې وينو. نوموړي د محبس پوليسو ته سپارښتنه وکړه، چې له بنديانو سره نېک چلند وکړي، ځکه د اسلام مبارک دين هم په دې برخه کې مسلمانانو ته له بنديانو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې. ورپسې د ننګرهار عمومي محبس رئيس مولوي بلال شاهين، د ولايت په استازولی مولوي احمد حمزه او د ولايت مقام د ارتباطاتو او اړيکو مسوول مولوي سميع الله صميم د محبس د پوليسو په ځانګړي يونيفورم سمبالېدو خبرې وکړې ويې ويل: دغه يونيفورم په دې خاطر يو ښه ګام دی، چې له يوې خوا به د بنديانو او پوليسو ترمنځ تفکيک وشي او له بلې به په محبس کې د نظم لا ټيګښت رامنځته شي. مسوولينو وويل: په ننګرهار کې به د پوليسو د يونيفورم لړۍ په نورو اداراتو کې هم دوام پيدا کړي. ورپسې د اسلامي امارت د بيرغ پورته کولو مراسم ترسره شول او د مسوولينو له لوري د زندان د ټولو شعباتو څخه ليدنه ترسره شوه. په ورته وخت کې څو تنو هغو پوليسو، چې په دې پروګرام کې د روزنې ترڅنګ نوي لباسونه اغوستي وو په دې خوښي ښکاره کړه، چې دوی ته ځانګړی يونيفورم ورکړل شول.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.