ننګرهار: ده بالا او سره رود کې ۵ پوستې فتحه، ۲۵ ګوډاګیان وژل شوي دي

تیره شپه د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ اړوند د جودرې تړلي کنډو په سیمه کې د مزدورو اربکیانو او پولیسو په پوستو باندې د مجاهدینو له لوري تندریز بریدونه ترسره شول، چې په پایله کې یې ۳ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې،  ۲۵ تنه اربکیان او پولیس قتل او ۱۸ نور زخمیان شول، […]

تیره شپه د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ اړوند د جودرې تړلي کنډو په سیمه کې د مزدورو اربکیانو او پولیسو په پوستو باندې د مجاهدینو له لوري تندریز بریدونه ترسره شول، چې په پایله کې یې ۳ پوستې په بشپړه توګه فتحه شوې،  ۲۵ تنه اربکیان او پولیس قتل او ۱۸ نور زخمیان شول، همداراز په یادو پوستو کې د ۵ پیکاوو او ۵ راکټونو په ګډون د دښمن (۲۷) میله وسله هم د مجاهدینو لاس ته ورغلې ده.

له بلې خوا د سره رود ولسوالۍ شمشپور سیمه کې هم مجاهدینو ۲ پوستې نیولې او دښمن ته پکې د سر او مال زیان اوښتی دی.

‏۰۲‏/۰۶‏/۲۰۲۱