ننګرهار: خوګیاڼو کې ټانک ویجاړ، ۲۵ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د ننګرهار ولایت، خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوي سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته وسله وال بریدونه ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۴ اربکیان قتل او ۳ نور ژوبل شول. همداراز د حصارک ولسوالۍ د ګلوخیلو، حاجي رشید کلا او هاشم کلا سیمو کې په مزدورو کمانډویانو کمین […]

تېره شپه ۱۲ بجې مجاهدینو د ننګرهار ولایت، خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوي سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته وسله وال بریدونه ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۴ اربکیان قتل او ۳ نور ژوبل شول.

همداراز د حصارک ولسوالۍ د ګلوخیلو، حاجي رشید کلا او هاشم کلا سیمو کې په مزدورو کمانډویانو کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۶ ګوډاګیان قتل ۳ نور ژوبل شول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماسپښین د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدورو کمانډویانو په ځاله باندې هاوانونه ویشتل شوي چې له کبله یې ۴ کمانډویان وژل شوي دي.

له بلې خوا د یادې ولسوالۍ په ډنډ سیمه کې د مزدور دښمن په ټانک چاودنه کې ټانک په مکمل ډول ویجاړ، پکې سپاره ۵ عسکر قتل او بالاخره نښته د دښمن په تېښته سره پای ته ورسېده.

۳/۵/۲۰۲۱