نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په تېره اونۍ کې د ننګرهار ولایت، حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور رژیم ۸ عسکر د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار او د حقائقو د درک په نتیجه کې له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو. د راغلو کسانو نومونه په […]
په تېره اونۍ کې د ننګرهار ولایت، حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور رژیم ۸ عسکر د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار او د حقائقو د درک په نتیجه کې له جګړې لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.
د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:
۱: نعمان ولد ګل روز چې په لوګر ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۲: حقمل ولد حاجي ولي جان چې په لغمان ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۳: مجیب الرحمان ولد ګلاجان چې په غزني ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۴: محمد وزیر ولد شاه وزیر چې په کابل ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۵: لعل ګل ولد یعقوب چې په یاد ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۶: قدرګل ولد اول ګل چې په کونړ ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۷: سرور ولد اکرام خان چې په یاد ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
۸: حسیب الله ولد ملاجان چې په کابل ولایت کې یې دنده اجرا کوله.
دوی ویلي چې له مجاهدینو سره په یوځای کېدو خوشحاله دي او ژمنه یې کړې چې بیا به هیڅ کله هم د مزدور رژیم لپاره فعالیت نه کوي او له اولس سره په نیک چلند به خپل ازاد ژوند مخته وړي.
16/4/2020
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.