ننګرهار: تیرو ۱۰ میاشتو کې تر ۳میلیونه افغانیو زیات عواید راټول کړي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ ښاروالۍ له بېلابېلو برخو څخه ۳،۵ میلونه عواید ترلاسه کړي همدا رنګه  دريو میاشتو په موده کې یې سلګونه متره سړکړنه جغل اندازي کړي  د ویالو او ګل دانونو د جوړولو ترڅنګ یې د ولسوالۍ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، او منظمه پاک کاري […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ ښاروالۍ له بېلابېلو برخو څخه ۳،۵ میلونه عواید ترلاسه کړي همدا رنګه  دريو میاشتو په موده کې یې سلګونه متره سړکړنه جغل اندازي کړي  د ویالو او ګل دانونو د جوړولو ترڅنګ یې د ولسوالۍ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، او منظمه پاک کاري هم ترسره کړې دا خبرې دسره رود ښاروال قاري رازمحمد جبارخیل د د لوې په نهه ویشتمه نېټه د باختر اطلاعاتي اژانس سره وکړې نوموړي وویل : داچې ټولو هیوادوالو ته معلومه ده چې د اسلامي امارت راتګ سره په ټولو ادارو کې د فساد مخنیوی شوی همدا لامل دی چې زمونږ په عوایدو کې هم دتیر کال په پرتله یو ملیون لوړوالی راغلی، ده وویل ښاروالۍ یواځې عایداتي اداره نه ده ښاروالۍ خدماتي اداره هم ده که له یوې خوا له خلکو عواید راټولوي له له بلې خوا د پلان سره سم په ساحو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي، ده وویل دسره رود ښاروالۍ د سلطانپور او مويې مبارک په بازارونو کې د اته سوه مترو په اندازه  پیاده رونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي د شمشپور او بلاباغ د کلو په مربوطاتو کې مو څه دپاسه دوه کیلو متره سړک باندې جغل اندازي کړې، د قلعه نو کلي ، کوڅې او ویالو باندې مو کانکريټ کړی، او په سړکونو مو ورته جغل اندازي کړې، د یادو کارو ترڅنک د سره رود ولسوالۍ مقام مخامخ مو په لسګونه متره نوی  ګلدان هم جوړ کړی، همدارنګه د ولسوالۍ مقام مخامخ څخه مو د کانکریټي موانعو لرې کولو چارې ترسره کړي او یاد سړک مو د سره ترمیم کړی او  ولسوالۍ ته څېرمه یوشمیر دوکانونو مخو ته غصب شوې ویالې مو له غصب خلاصې کړي چې په دې کار سره  سړکونه پراخه شوي او د ترافیکو پر مخ  بېرته پرانستل شوی، جبار خیل په خپلو خبرو کې د خلکو غوښتنه وکړه چې په غیرې پلاني سیمو کې د کورنو او ودانیو له جوړولو څخه ډډه وکړي ده وویل که هرڅوک نوي کورونه جوړه وي د نقشې سره سم باید خپلې ودانۍ او ساختمانونه جوړ کړي ترڅو دده په وینا په راتلونکي کې د هرډول ستونزو په امان کې وي.