ننګرهار: اچین او کامې ولسوالیو کې سلګونو کورنیو سره مرسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته ترسره شوه. د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مسٶلین وایي چې د ماشوم ساتنې مووسسې له لوري په یادې ولسوالۍ کې (۵۸۶) بې وزلو کورنیو ته نغدي مرسته توزیع شوه، چې هرې کورنۍ ته […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته ترسره شوه.

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مسٶلین وایي چې د ماشوم ساتنې مووسسې له لوري په یادې ولسوالۍ کې (۵۸۶) بې وزلو کورنیو ته نغدي مرسته توزیع شوه، چې هرې کورنۍ ته (۱۲۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې ددغه ولایت د پېښو پروړاندې مبارزې ریاست په هڅو او د (AAR japan) مٶسسې په مالي ملاتړ په کامې ولسوالۍ کې (۳۰۰) کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.
په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو سیله وریجې، ۲۰ لیټره غوړي، ۱۴ کیلو ګرامه، بوره ۱۶ کیلو ګرامه دال، دوه کیلوګرامه شین چای  مالګه او د کالیو وینځلو صابون ورکړل شول.