نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره شپه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ مربوط تریخ ناور د میرسالم د زیارت څخه کښته د باغرانیانو په سیمه کي یوتن په خپل کور کي د نامعلومه وسلوالو د لوري وژل سوی دی. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي وژل سوی کس رحمت الله نومېږي ددادمحمد زوی اصلي د مرکز لښکرګاه خو اوس […]
تېره شپه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ مربوط تریخ ناور د میرسالم د زیارت څخه کښته د باغرانیانو په سیمه کي یوتن په خپل کور کي د نامعلومه وسلوالو د لوري وژل سوی دی.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي وژل سوی کس رحمت الله نومېږي ددادمحمد زوی اصلي د مرکز لښکرګاه خو اوس یې د ناوې ولسوالۍ د تریخ ناور باغرانیانو سیمي کي سکونت کوی. تېره شپه ددغه کس وکورته وسلوال کسان ورغلي دي او نوموړی یې وژلی دی.
د دې وژني انګېزه لا تراوسه معلومه نه ده. دیادي وژني په تړاو تر دا مهاله څوک نیول سوی نه دی خو د عاملینو د نیولو دپاره یې ګړندۍ هڅي رواني دي.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۴ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.