نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي ددیني زده کړو د لویي او وړې دورې د فارغینو د فراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه. فارغین ټول ۱۵ کسان وه چي له جملې یې ۲ مفتیان ۲ مولوي صاحبان او پاته نور قاریان صاحبان وه. په دغه جلسه کي علماء کرامو، د […]
نن د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي ددیني زده کړو د لویي او وړې دورې د فارغینو د فراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه.
فارغین ټول ۱۵ کسان وه چي له جملې یې ۲ مفتیان ۲ مولوي صاحبان او پاته نور قاریان صاحبان وه.
په دغه جلسه کي علماء کرامو، د مدرسې استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره ددیني زده کړو پر ارزښت، د قرانکریم د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوي وکړې.
د جلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې او بېلابېلي حماسې ترانې هم زمزمه کېدلې چي د ګډونوالو لخوا په ډیر شوق سره بدرګه کېدلې.
د پروګرام په وروستیو کي فارغ سوو فاضلانو او قاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه او جلسه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
د یادوني وړ ده چي د جلسې امنیتي چاري د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مسئول محترم واحدیار صاحب د ملګرو تر مدیریت لاندې وې.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.