میدان وردګ کې د کابل ادارې ۱۱ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام په تېرو څو ورځو کې د کابل ادارې ۱۱ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي: ۱: نظرمحمددجان […]

له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام په تېرو څو ورځو کې د کابل ادارې ۱۱ کارکوونکي د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: نظرمحمددجان ګل زوی دخروټي علیا کلي اوسيدونکی پولیس

۲: میرویس د نیازمحمد زوی د جلریز ولسوالۍ د خروټي علیا کلي اوسېدونکی  پولیس.

۳: میرویس دښايسته ګل زوی دجلریزولسوالۍ  د مذکورکلي اوسېدونکی ملي پولیس.

۴: محمد شفیع دغلام درویش زوی د سیدآباد ولسوالۍ د الله یارخیلو کلي اوسېدونکی.

۵: نیکمل  درسول خان زوی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د کوزبیرشګۍ د کلي اوسېدونکی عسکر.

۶: نورعلم د میرزمان زوی دکونړولایت دنورګل ولسوالۍ د شولت دکلي اوسیدونکی اربکی

۷: خان ګل د ثواب ګل زوی د ننګرهارولایت د کږې ولسوالۍ د پیره خیلو کلي اوسیدونکی اربکی.

۸: محمدحکیم د اخندزاده زوی د جلریزد موسی خيلو د کلي اوسېدونکی اربکی.

۹: نصرالله د حمدالله زوی لغمان علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی.

۱۰: عبیدالله د عبدالستارزوی د کندوزولایت دامام صاحب ولسوالۍ د تازلقي کلي اوسېدونکی.

۱۱: قوماندان شرافت د شاکرالله زوی د کنړولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډیل قلعه نواوسېدونکی.

دوی ټولو په تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تردې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی ویلی او د امن کارډونو په ورکولو سره یې ازاد ژوند ته سوق کړي دي.

‏۲۰۲۱‏/۶‏/۳