میدان وردګ: چک ولسوالۍ کې د یوه لوی جومات د جوړیدو چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په بهادر کوډۍ کلي کې د ملي سوداګرو شیرباز کمین زاده لخوا د ۹۳ زره امریکایي ډالرو او د سیمي د خلکو په ۵ لکه افغانیو مرستې سره یو باب جومات د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) تېره ورځ د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په بهادر کوډۍ کلي کې د ملي سوداګرو شیرباز کمین زاده لخوا د ۹۳ زره امریکایي ډالرو او د سیمي د خلکو په ۵ لکه افغانیو مرستې سره یو باب جومات د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد جومات د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د ولایت والي الحاج محمد امین عمري، ملي سوداګر شیرباز کمین زاده، د اسلامي امارت مسؤلینو، علماؤ، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یادولو وړ ده دغه جومات چې په دوه پوړونو کې په اساسي ډول جوړ شوی پر یو وخت کې به شا او خوا ۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.