میدان وردګ: چک ولسوالۍ کې د د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او تخنیکي همکارۍ د یونېسف ادارې د څښاک اوبو رسولو برنامې تر چتر لاندې د دې ولایت د چک ولسوالۍ په زمانخېلو، لوړ او ګلي کلیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو تړون تېره ورځ د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۷) د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او تخنیکي همکارۍ د یونېسف ادارې د څښاک اوبو رسولو برنامې تر چتر لاندې د دې ولایت د چک ولسوالۍ په زمانخېلو، لوړ او ګلي کلیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې د جوړولو تړون تېره ورځ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رئیس ښاغلي الحاج مولوي وحیدالله راشد او د یادې سیمې د پراختیایي شورا تر منځ لاسلیک او د نورو اداري پړاوونو د پلي کولو په موخه وزارت ته واستول شو.
ياده شبکه د لمريزې بریښنا سیستم په لرلو سره، د یونېسف ادارې د ۵.۶ میلیونو افغانيو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې رغول کیږي، چې د ۴۰۰۸ کاري ورځو په رامنځته کولو سره به د سیمې ګڼ شمېر ماهرو او غیرو ماهرو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړي او همدا راز به د یادو دریو کلیو ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه صحي اوبه هم برابرې کړي.