میدان وردګ: نرخ ولسوالۍ کې ١٣٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او تخنیکي همکارۍ، د یونېسف ادارې د څښاک اوبو رسولو برنامې تر چتر لاندې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په سرکي بادام سیمه کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي. دغه شبکه د لمريزې بریښنا سیسټم په لرلو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په غوښتنه او تخنیکي همکارۍ، د یونېسف ادارې د څښاک اوبو رسولو برنامې تر چتر لاندې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په سرکي بادام سیمه کې د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي.

دغه شبکه د لمريزې بریښنا سیسټم په لرلو سره، د یونېسف ادارې د ۳.۸ میلیونو افغانيو په لګښت د څلور میاشتو په موده کې رغول کیږي، چې د ۳۱۳۷ کاري ورځو په رامنځته کولو سره به د سیمې ګڼ شمېر ماهرو او غیرو ماهرو اوسېدونکو ته د کاري زمینې برابرولو تر څنګ به په راتلونکې کې د یادې سیمې ١٣٠ کورنیو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه هم برابرې کړي.