میدان وردګ: لسګونو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) په میدان وردګو ولایت کې DRC مؤسسې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ریاست سره په همغږۍ د جلرېز ولسوالۍ د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د کورونو د ترمیم په پار نغدي مرسته وکړه. دغه مرسته له یادو کورنیو سره د کورونو د بیاځلې ترمیم […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) په میدان وردګو ولایت کې DRC مؤسسې، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي له ریاست سره په همغږۍ د جلرېز ولسوالۍ د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو کورنیو سره د کورونو د ترمیم په پار نغدي مرسته وکړه.

دغه مرسته له یادو کورنیو سره د کورونو د بیاځلې ترمیم په پار په ۲ پړاوو کې ترسره شوه او هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

ورته مهال ښاغلی رییس جلالی وویل، په جلریز ، نرخ او مرکز میدان ښار کې مخکې هم دا پروګرام تطبیق شوی و، د بلې نړیوالې lOM موسسې له خوا هم دغه پروګرام د ولایت په کچه پلي کیدونکی دی، چې اوس مهال یې په سیدآباد ولسوالۍ کې سروې روانه ده.