میدان وردګ: سيدآباد کې د یو ستر استنادي دېوال جوړیدو پروژه پرانیستل شوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹) د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ شیرازي کلا په سيمه کې د سیندیزې حوزې ریاست له خوا د آریانا حکمت شرکت په همکارۍ د ۳ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت استنادي دېوال پروژه پرانیستل شوه. د میدان وردګو والي ښاغلي الحاج محمد امين عمري د پرانیستې مراسمو پر مهال خلکو ته وویل: د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۹)

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ شیرازي کلا په سيمه کې د سیندیزې حوزې ریاست له خوا د آریانا حکمت شرکت په همکارۍ د ۳ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت استنادي دېوال پروژه پرانیستل شوه.

د میدان وردګو والي ښاغلي الحاج محمد امين عمري د پرانیستې مراسمو پر مهال خلکو ته وویل: د زموږ هڅه دا ده چې د امارت مشران او د مرستندويه موسسو مسؤلین په دغه ولایت کې رغنیزو پروژو پلې کیدو ته و هڅوي.

د سیندیزې حوزې رییس مفتي عبدالصمد حلیمي وایي: یاده پروژه چې د ۳ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د سيد آباد ولسوالۍکشمیري کلا سيمې اړوند ۴ کلیو کې استنادي دېوال رغول کیږي نېږدې ۱۸۰۰ سوه کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي ا و ۶ میاشتې وروسته به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

بهادر خان د سيمې یو تن اوسيدونکي وویل: موږ د اسلامي امارت له مشرانو مننه کوو، او د دغه دیوال په جوړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکې د خرابېدو مخنیوی وشي.