نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د میدان وردګو ولایت د مستوفیت ریاست لخوا د یاد ولایت مقام د غونډو په تالار کې مالیاتي اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه. په دې نمانځغونډه کې د ولایت مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني د اسلامي اقتصادي نظام په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او پر ولسونو یې غږ وکړ […]
د میدان وردګو ولایت د مستوفیت ریاست لخوا د یاد ولایت مقام د غونډو په تالار کې مالیاتي اونۍ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د ولایت مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني د اسلامي اقتصادي نظام په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او پر ولسونو یې غږ وکړ چې د اسلامي او شرعي طریقې سره سم پر وخت حکومت ته مالیه ورکړي، تر څو د حکومت اقتصادي نظام پیاوړی شي او خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.
دغه راز نوموړي د عوایدو راټولېدنه او پر وخت د مالیې ورکړه د یو هېواد د پرمختګ سبب وګاڼه او په دې برخه کې یې د ادارو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چې د عوایدو په راټولېدو کې له مستوفیت ریاست سره همکاري وکړي.
د ولایت مستوفي مفتي عبدالخالق حقاني وویل مالیه په شفافه توګه راټولیږي او په شفافه توګه په مصرف رسیږي، چې په دې برخه کې زموږ ټولو مسئولیت دی چې د مالیې د ورکړې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړو، دغه راز نوموړي د مالیې ورکړه د هېواد د پرمختګ، د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا او د نظام د بقاء لپاره ستر اهمیت یاد کړ او ټول وګړي یې اړ وبلل چې پر وخت مالیه ورکړي.
په ورته وخت کې د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي محمد نبي مصطفی د عوایدو او مصارفو پر شفافیت ټینګار وکړ او د مستوفیت له مسؤلینو یې هیله وکړه چې په منظمه توګه عواید او مصارف کنټرول کړي، هغه زیاته کړه: سږکال به لومړنی کال وي چې پرته له بهرنیو مرستو بودیجه تصویب کیږي.
د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.