نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۶)د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په چوکاټ کې د ۴.۸ میلیونوافغانیو په ارزښت دیاد ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو، لارو جوړولو، د کانالونو پاکولو او […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۶)د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیاریاست تر چتر لاندې او د اکټېډ(ACTED) مؤسسې له خوا د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په چوکاټ کې د ۴.۸ میلیونوافغانیو په ارزښت دیاد ولایت په مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالۍ کې د سړکونو، لارو جوړولو، د کانالونو پاکولو او د څښاک اوبو رسولو په برخو کې د شپږو پروژو چارې پیل شوې. یادې پروژې د مرکز میدان ښار په کهنه خمار، فاتح، امرخیلو کلا او د جلریز ولسوالۍ په قلعه سفید او ګورمک کلیو کې پلې کیږي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې به د ۸۹۸۹ کاري ورځو په رامنځته کولو سره د سیمې ۱۷۸ کسانو ته د کار په مقابل کې د نغدي مرستو په ترلاسه کولو سره د کار زمینه برابره شي. د يادونې وړ ده چې د یادو کانالونو په پاکولو سره به د سیمې د اوسېدونکو شاوخوا ٣٠٠جريبه کرنيزه ځمکه خړوب او همدا راز له پاتې پروژو څخه به په راتلونکي کې لسګونه کورنۍ ګټه واخلي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.