نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) په میدان وردګ ولایت کې د IOM ( کډوالو نړېوال سازمان) په مالي ملاتړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست سره په همغږۍ د ۷۱۵ اړمنو، بېځایه شویو او طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو کورنیو باندې ۱۸۸۰۰ افغانۍ او یو دانه کېټ چې ۱۸ قلمه ژمنې توکې پکې شامل و، […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) په میدان وردګ ولایت کې د IOM ( کډوالو نړېوال سازمان) په مالي ملاتړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست سره په همغږۍ د ۷۱۵ اړمنو، بېځایه شویو او طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو کورنیو باندې ۱۸۸۰۰ افغانۍ او یو دانه کېټ چې ۱۸ قلمه ژمنې توکې پکې شامل و، د پېښو پروړاندې د چمتوالي وزارت د وزیر، د ولایت د والي، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس او د یادې مؤسسې د استازو په حضور کې وویشل شول. د IOM مؤسسې د مرکزي زون استازي نیکمل وویل: د ژمنیو توکو دا ډول مرستې په ۳۴ ولایتونو کې روانې دي، چې دغه مرستو په سروې کې هغه کورنۍ شاملې دي چې له ګاونډیو هېوادونو راستنې، اړمنې او طبیعي پېښو څخه زیانمنې شوې وي، مونږه ورته پر وخت مرستې رسوو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.