مکسیکو: د لارۍ ټکر پېښه کې ۵۳ کسان مړه او ۵۴ ټپیان شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو په جنوب کې د کډوالو د لېږد یوې لارۍ په لویه لار کې له پل سره ټکر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه او ۵۴ کسان ټپیان شوي دي، د سي بي ایس رسنۍ د راپور […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو په جنوب کې د کډوالو د لېږد یوې لارۍ په لویه لار کې له پل سره ټکر کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه او ۵۴ کسان ټپیان شوي دي، د سي بي ایس رسنۍ د راپور پر اساس په ټپیانو کې د ځینو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

بلخوا د فدرال لویې څارنوالۍ رسنیو ته ویلي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس د مړو شویو کسانو شمېر ۵۳ ښودل شوی او لسګونه نور بیا ټپیان دي، د چیاپاس ایالت د ملکي دفاع دفتر رئیس ویلي، له ټپیانو څخه د ۲۱ تنو روغتیایی حالت نازک ښودل شوی دی، چې دمګړۍ روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دا خورا خونړۍ پېښه چیاپاس ایالت پلازمېنې ته پر لاره هغه مهال را منځ ته شوې، کله چې له کډوالو ډکې یوې لارۍ پل سره ټکر وکړ، په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې ددې پېښې ګڼ شمېر قربانیان د لارې په څنګه کې پراته دي او یو شمېر لا هم په ټکر شوي موټر کې بند پاتې دي.

له پېښې وروسته سیمه کې د ژغورنې ټیم وژل شوي کسان په سپينو کڅوړو کې ځای پر ځای کړي او له نورو سره د مرستې لپاره لاس په کار دي.

که څه هم د قرباني شویو کسانو تابعیت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل کیږي چې د پېښې ډېری قربانیان د مرکزي امریکا څخه کډوال وو، خو له پېښې څخه ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي، دوی د ګاونډي هیواد ګواتیمالا اوسېدونکي دي، د یادونې وړ ده چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.