نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه بهبود او سمون په موخه مولوي نورآغا هاشمي په دوهم بست کي د کندهار د عدلیې ریاست سرپرست وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله او د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا […]
د ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه بهبود او سمون په موخه مولوي نورآغا هاشمي په دوهم بست کي د کندهار د عدلیې ریاست سرپرست وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله او د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزامحمد له لوري ددې ریاست مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل سو.
د پېژندني په یادو مراسمو کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله لومړی د کندهار د عدلیې ریاست د نوي سرپرست د منظورۍ حکم ولوست او وروسته یې په خپلو خبر کي لومړی ددې ادارې له مخکني سرپرست او مامورینو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي په ګډه یې ددې ادارې درېدلي چاري په ښه ډول ترسره کړې.
مولوي محبالله د خپلو خبرو په دوام د عدلیې ریاست د دولت یوه مهمه اداره یاده کړه او په خپلو خبرو کي یې ددې ادارې له مامورینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل سوي سرپرست سره هم ټولي چاري په پوره همکارۍ او همږغۍ مخته یوسي.
وروسته د کندهار د عدلیې ریاست نوي سرپرست مولوي نورآغا هاشمي په خپلو خبرو کي ولایتي ادارې ته ډاډ وړاندي کړ، چي ورسپارل سوې دنده به په ښه ډول مخته یوسي.
شنبه: ۱۳۴۳/۶/۱۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.