نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
مولوي مطیعالله فاروقي صاحب د محي الجهاد شهید حافظ عبدالرحیم تقبلهالله زوی، چي په تېر شل کلن جهاد کي زیات وخت د خالد ابن ولید روزنتون او نورو معسکراتو کي اُستاذ پاته سوی، د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس […]
مولوي مطیعالله فاروقي صاحب د محي الجهاد شهید حافظ عبدالرحیم تقبلهالله زوی، چي په تېر شل کلن جهاد کي زیات وخت د خالد ابن ولید روزنتون او نورو معسکراتو کي اُستاذ پاته سوی، د شهید ابودجانه اکاډمۍ مسئول وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس مفتي میرزامحمد له لوري ددې اکاډمۍ ټولو کارکوونکو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.
په پيل کي د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست رئیس مفتي میرزامحمد د شهید ابودجانه اکاډمۍ د نوي ټاکل سوي مسئول مولوي مطیعالله فاروقي د منظورۍ حکم ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل، تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل دئ او د مشرتابه له لوري ټولي ټاکني د سمون په موخه کیږي.
مفتي میرزا محمد په خپلو خبرو کي مولوي مطیعالله فاروقي په کار پوه او د زیاتي تجربې خاوند یاد کړ او د شهید ابودجانه اکاډمۍ له ټولو کارکوونکو څخه ئې وغوښتل، چي د ټولو کارونو د پرمختګ په برخه کي د نوي ټاکل سوي مسئول سره همکاري وکړي.
وروسته د شهید ابودجانه اکاډمۍ نوي ټاکل سوي مسئول مولوي مطیعالله فاروقي هم خبري وکړې، هغه په خپلو خبرو کي ډاډ وړاندي کړ، چي نوې ورسپارل سوې دنده به هم د پخوا په ډول په ښه ډول مخته یوسي او ددې اکاډمۍ له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو په پرمختګ کي ورسره بشپړه همږغي او همکاري وساتي.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.