نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي محمدقاسم تسنیم په دوهم بست کي د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس وټاکل سو، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله له لوري ددې ریاست مامورینو او کارکوونکو […]
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي محمدقاسم تسنیم په دوهم بست کي د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس وټاکل سو، چي د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله له لوري ددې ریاست مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول شو.
د پېژندني په یادو مراسمو کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست لپاره د نوي ټاکل سوي رئيس مولوي محمدقاسم تسنیم د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ يو اصل یاد کړ او زیاته یې کړه، چي د مشرتابه له لوري ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه راځي.
مولوي محبالله د خپلو خبرو په دوام ددې ریاست له مخکني رئيس مولوي ګلمحمد څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ددې ریاست چاري یې په ښه ډول مخته وړي او ددې ریاست له ټولو مامورینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو د نوي رئيس سره د کارونو د پرمختګ او چټکتیا په برخه کي پوره همکاري وکړي.
وروسته د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو نوي رئیس مولوي محمدقاسم تسنیم په خپلو خبرو کي ډاډ وړاندي کړ، چي په پوره توان به ددې ځورېدلي ولس لپاره شپه او ورځ کار وکړي او ددې ریاست له ماموینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو ورسره پوره همږغي ولري.
چهارشنبه: ۱۳۴۳/۶/۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.