نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله او د کندهار والي د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري د برېښنا ریاست مامورینو ته مولوي محمدحنیف حمزه د کندهار برېښنا ریاست د نوي سرپرست په توګه وروپېژندل سو. د پېژندني یادو مراسمو په پېل کي لومړی د […]
د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله او د کندهار والي د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري د برېښنا ریاست مامورینو ته مولوي محمدحنیف حمزه د کندهار برېښنا ریاست د نوي سرپرست په توګه وروپېژندل سو.
د پېژندني یادو مراسمو په پېل کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله د مولوي محمد حنیف حمزه د ټاکل کېدو مکتوب ولوست او په خپلو خبرو کي یې وویل، چي مولوي محمدحنیف حمزه کلونه ـ کلونه د ا،ا،امارت د اوبو او برېښنا د وزیر په توګه دنده مخته وړې او په دې برخه کي د بشپړي تجربې خاوند دئ.
مولوي محیب الله په خپلو خبرو کي د کندهار برېښنا ریاست له ټولو مامورینو څخه وغوښتل، چي د کارونو د پراختیا او پرمختګ په برخه کي د نوي ټاکل سوي سرپرست رئيس سره بشپړه همکاري وساتي.
په وروستیو کي د برېښنا ریاست نوي ټاکل سوي سرپرست رئیس مولوي محمدحنیف حمزه، د ا،ا،امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چي پر ده یې باور وکړ او په خپلو خبرو کي یې وویل، د کندهار برښنا سمون په برخه کي ځانګړي پلانونه ترلاسه لاندي لري.
دوشنبه: ۱۴۰۰/۹/۱۵
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.