مولوي محمدابرار لبیب د سپورټ او بدني روزني سرپرست وټاکل شو

  د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي محمدابرار لبیب په دوهم بست کي د کندهار د سپورټ او بدني روزني سرپرست رئیس وټاکل شو. د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار د […]

 

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي محمدابرار لبیب په دوهم بست کي د کندهار د سپورټ او بدني روزني سرپرست رئیس وټاکل شو.

د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار د سپورټ او بدني روزني د نوي ټاکل سوي سرپرست رئیس د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او ددې ریاست له ټولو کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو په پوره همږغۍ او همکارۍ د نوي سرپرست رئیس سره ټولي سپورټي چاري مخته یوسي.

د کندهار د سپورټ او بدني روزني نوي ټاکل سوي سرپرست رئیس مولوي محمد‌ابرار لبیب لومړی ددې ریاست له مخکني رئیس څخه مننه وکړه، چي چاري یې په ښه ډول مخته وړي او په خپلو خبرو کي یې د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس ته ډاډ ورکړ، چي ورسپارل سوې دنده به په ایماندارۍ مخته یوسي.

هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي د ادارې له ټولو کارکونکو وغوښتل، چي ورسره د کارونو د پرمختګ په موخه پوره همکاري وکړي.

پنجشنبه: ۱۳۴۳/۵/۱۸