نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي عبدالمتین عاشق په دوهم بست کي د کندهار د ښارجوړولو او مځکو ریاست رئیس وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار والي د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري ددې ریاست کارکوونکو […]
د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي عبدالمتین عاشق په دوهم بست کي د کندهار د ښارجوړولو او مځکو ریاست رئیس وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ سهار د کندهار والي د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري ددې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.
د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د ښارجوړولو او مځکو ریاست د نوي رئیس مولوي عبدالمتین عاشق د منظورۍ مکتوب ولوستل سو او وروسته د کندهار والي ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري په خپلو خبرو کي د مخکني رئيس څخه د ښو خدمتونو ترسره کولو په موخه مننه وکړه او په خپلو خبرو کي یې له نوي ټاکل سوي رئیس څخه وغوښتل، ترڅو ولس ته ښه خدمتونه ترسره کړي.
قاري عبدالسلام عمري د خپلو خبرو په وروستیو کي د ښارجوړولو او مځکو ریاست له مامورینو هم وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل سوي رئیس سره د کارونو په سمون کي همکاري وکړي.
وروسته د ښارجوړولو او مځکو ریاست نوي رئیس مولوي عبدالمتین عاشق لومړی د ا،ا،امارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چي دا دروند مسئولیت یې ورته وسپاره او دې ځورېدلي ولس ته یې د خدمت کولو زمینه ورته برابره کړه.
مولوي عبدالمتین عاشق وویل، غواړي په پوره اخلاص او ایماندارۍ دا مسئولیت مخته یوسي او په خپلو خبرو کي یې ددې ریاست له کارکوونکو د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
شنبه: ۱۳۴۳/۵/۱۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.