مولوي عبدالستار یاسر د تخنیکي او سکتوري خدماتو سرپرست وټاکل شو

  د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي عبدالستار یاسر په دوهم بست کي د کندهار ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري خدماتو د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس […]

 

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مولوي عبدالستار یاسر په دوهم بست کي د کندهار ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري خدماتو د سرپرست رئیس په توګه وټاکل شو

د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري خدماتو د نوي سرپرست رئیس د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل، د مشرتابه لخوا ټولي ټاکني خورا په غور او دقت سره کیږي، چي په خبره یې باید ټول یې د امر اطاعت وکړو.

مولوي محب‌الله د خپلو خبرو په دوام د تخنیکي او سکتوري خدماتو ریاست د ولایت مقام اړوند خورا یوه مهمه اداره یاده کړه او د یاد ریاست له ټولو کارپوهانو، مامورینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو له نوي سرپرست رئیس سره د کارونو د پرمختګ او اسانتیا برابرولو په موخه بشپړه همکاري وکړي.

وروسته د کندهار ولایت مقام د تخنیکي او سکتوري خدماتو نوي سرپرست رئیس مولوي عبدالستار یاسر ددې ادارې له مخکنۍ رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي ټولي چاري یې په ښه ډول مخته وړي او په خپلو خبرو کي یې وویل، د خپل کاري ټیم په مټ به یې هڅه داوي، ترڅو ټولي چاري په شفاف ډول او په پوره ایماندارۍ مخته یوسي.