مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د سردې سیمې ځوانانو له خیریه ټولنې څخه لېدنه وکړه.

  غزنی / د غوایي ۵ مه / د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، پرون یکشنبه د غوایي ۴ مه، مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، شیخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالمنان مدني د غزنی ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، مولوي عبدالله منصور د اطلاعاتو آمر […]

 

غزنی / د غوایي ۵ مه /

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، پرون یکشنبه د غوایي ۴ مه، مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، شیخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالمنان مدني د غزنی ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، مولوي عبدالله منصور د اطلاعاتو آمر ، مولوي عبد الرحمن ځلاند د غزني ولایت د راډیو ټلویزیون آمر او د ارشاد، حج او اوقافو ریاست یو شمېر کارمندانو په اندړو ولسوالۍ کې د سردې سیمې ځوانانو له خیریه ټولنې لېدنه وکړه او د هغوي فعالیت یې وستایل.

مولوي حبیب الله مجاهد د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي چې اړتیا ده تر څو خیریه ټولنې په هېواد که خپل فعالیت پراخ کړي او د بی وزلو کسانو لاس نیوی وکړي.

په همداې حال کې د سردي سیمې ځوانانو خیریه ټولني غړو پرون ورځ له یو شمېر بی وزلو کورنیو سره نقدیه مرسته هم ترسه کړه.

د یادوني وړ ده چې د سردې سيمې د ځوانانو خیریه ټولنه چې شاوخوا ۲۵۰ غړي لري په دې ورستویو کې خپل فعالیت د اطلاعات او فرهنګ ریاست تر چتر لاندې پیل کړل او فعالیت یې ورځ تر بلي د پراخیدو په حال کې ده.

همدا شان مولوي حبیب الله مجاهد او شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالمنان مدني د دې سفر په لړ کې پرون ورځ له سردې بند څخه هم لېدنه وکړه او د دې بند په ارزښت یې خبري وکړې.

دوۍ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ا.ا.ا په هېواد کې په ملي غټو پروژو کار پېل کړي او انشاءالله یوه ورځ به د سردي بند په پروژه بیا هم کار پېل شي او دهقانان به عملاٌ له دې پروژې برخمن شي.