نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یو شمېر مسؤلینو په دې ولسوالۍ کې د DH روغتون څخه څارنه او ارزونه وکړل،چې یادې لیدنې کې د موسی کلا ولسوالۍ د روغتیا برخې مسؤل ډاکټر ضياولحق ضیأ ، د ډي ایچ روغتون جراح ډاکټر عبدالستار سیرت اویو شمېر نورو ډاکټرانو ګډون در لود. په دغه لیدنه کی د ډي ايچ د لابراتوار، ايکسري خونې ، عاجل واټ او ټولې څانګې و کتل سوې ،چې پر مهال یې د یاد روغتون ټول ډاکټران د ښه دندو د اجرا […]
د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې یو شمېر مسؤلینو په دې ولسوالۍ کې د DH روغتون څخه څارنه او ارزونه وکړل،چې یادې لیدنې کې د موسی کلا ولسوالۍ د روغتیا برخې مسؤل ډاکټر ضياولحق ضیأ ، د ډي ایچ روغتون جراح ډاکټر عبدالستار سیرت اویو شمېر نورو ډاکټرانو ګډون در لود.
په دغه لیدنه کی د ډي ايچ د لابراتوار، ايکسري خونې ، عاجل واټ او ټولې څانګې و کتل سوې ،چې پر مهال یې د یاد روغتون ټول ډاکټران د ښه دندو د اجرا په سبب و هڅول سول.
د فراه ولایت څخه يو تن مسافر ناروغ حافظ سردار محمد چي دلته یی په DH روغتون کي یې اپنډکټومي او د ليپراټومي اپرېشن سوی باختر آژانس خبریال سره د خبرو پر مهال د یاد روغتون دکارکونکو د خدماتو خوښي وښو ده.
نوموړي وویل؛ چې تر اپرېشن ورسته یې اوس روغتیا د ډاډ وړده. دغه راز د مطيع الله په نوم یو بل ناروغ چې د برېښنا د نیولو له امله دې روغتون ته د درملنې په موخه راغلی. وایي، د بغني د ولسوالی د غمبر د کلي څخه د لته د درملنې په موخه راغلی،چې په وینا یې یاد روغتون کې یې دوه ځله عملیاتونه کړي،خو اوس د درېیم عملیات رارسېدو ته یې روغتیایې حالت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی.
پر ورته مهال د بستر سوي ناروغ پلار وویل؛د موسی کلا ولسوالۍ څخه دې روغتون ته د لیري سیمو او ولسوالیو ناروغان د درملنې لپاره راځي وایي یاد روغتون ته زیات ناروغان مراجعه کوي،غوښتنه یې کول ،چې دولت دي دلته د ډاکترانو شمېر ډېر کړي ،تر څو د خدماتو کچه لا نوره هم زیاته سي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۴ هــ ق.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.