موسی کلا ولسوالۍ کې دوه تنه غله ونیول سوه:

  دباختر اطلاعاتي اژانس د موسی کلا ولسوالۍ څخه خبر راکوي چې د یادي ولسوالۍ د ریګي په ګنج کې نن هغه دوه تنه غله ونیول سوه،چي زموږ د یو هېواد وال څخه یې یوه عراده موټر سېکل غلا کړی وو.   خبر زیاتوي چې یاد غله خان محمد ولد عبدالغني او عمرګل ولد مشکوک […]

 

دباختر اطلاعاتي اژانس د موسی کلا ولسوالۍ څخه خبر راکوي چې د یادي ولسوالۍ د ریګي په ګنج کې نن هغه دوه تنه غله ونیول سوه،چي زموږ د یو هېواد وال څخه یې یوه عراده موټر سېکل غلا کړی وو.

 

خبر زیاتوي چې یاد غله خان محمد ولد عبدالغني او عمرګل ولد مشکوک خان اصلي دباغران ولسوالۍ اوسېدونکي خو فعلي سکونت یې د موسی کلا د ښایسته بازار په سیمي کې وو.

نوموړو نن د ریګي په ګنج کې یوه عراده موټر سېکل غلا کړ چې تر یو ساعت وروسته د موسی کلا ولسوالۍ د امنیتي منسوبینو له خوا د غلا سوې موټرسېکل سره یوځای ونیول سوه.

 

موټرسېکل وخپل اصلي مالک ته وسپارل سو او یاد کسان به هم ډېر ژر واړوند اورګان ته وسپارل سي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۷/۶ هــ ق