موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دې زور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې څاته لوېدلی او د ژغورلو د پاره یې هڅي رواني دي

  نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دې زور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ۹۰ متره څاه ته لوېدلی دی. د موسی قلعه ځایي مسئولینو په لمړنیو شېبو کې ځانونه د پېښی وځای ته ورسول. او د ولایت څخه محترم والي طالب مولوي صاحب،داستخباراتو رئیس محترم […]

 

نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د هلمند ولایت موسی قلعه ولسوالۍ لوړ دې زور سیمه کي یو درې کلن ماشوم د برمې ۹۰ متره څاه ته لوېدلی دی.

د موسی قلعه ځایي مسئولینو په لمړنیو شېبو کې ځانونه د پېښی وځای ته ورسول.
او د ولایت څخه محترم والي طالب مولوي صاحب،داستخباراتو رئیس محترم ابوخالدصاحب،داطلاعاتو فرهنګ رئیس محترم حافظ راشد صاحب او نور مسئولین، خبریالان همدارنګه د کندهار څخه مسئولین او تخنیکي او روغتیایي ټیم سیمي ته رسېدلي دي.
تر دا مهاله رارسېدلي خبرونه وایي چي ماشوم ژوندی دی او د ژغورني دپاره یې د مسئولینو جدي هڅي رواني دي.
امید دی چي د لوی خدای جل جلاله په نصرت سره به ماشوم وژغورل سي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۵ هــ ق