نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۷ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، […]
الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۱۷
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ؛ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتې غونډې ته چې د روان لمریز کال د کب میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شو. په منظور شوو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ساختماني چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پاتې چارې تکمیلېدل، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.